د ښوونیز نصاب معینې مرجان متین په شتون کې د پوهنې، لوړو زده کړو او مشرانو جرګې ګډه غونډه تر سره شوه.
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب پراختیا او ښوونکو روزنې معینې مرجان متین په شتون کې د پوهنې، لوړو زده کړو او مشرانو جرګې ګډه غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د ښوونیز نصاب پراختیا معنیت د موضوعاتو په اړه بحث او څیړنه وشوه.
په دې غونډه کې د مرکز او ولایتونو ښوونکو روزنې او دارالمعلمینو برخلیک، د ۱۲ څخه ۱۴ ته او د ۱۴ څخه لیسانس ته د ښوونکو ظرفیت لوړولو او د ښوونکو ظرفیت لوړولو په برخه کې د پوهنې وزارت سره د لوړو زده کړو همکاري څیړل د مهمو بحث شویو موضوعاتو څخه وو.
په پام کې ده چې په راتلونکي اونۍ کې د ښوونکو روزنې او دارلمعلمینو برخلیک په اړه درې اړخیزه غونډه د پوهنې، لوړو زده کړو او ماليې وزارتونو ترمینځ تر سره شي.
