د پکتیا په ولایت کې دنجونو لپاره ژمنۍ کورسونه پرانیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۱۵
د پکتیا په ولایت کې دنجونو لپاره ژمنۍ کورسونه پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د نسوان په عالي لېسه کې د حماس خیریه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوی ژمنۍ کورس د یاد ولایت د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي او د حماس خیریه بنسټ مشر ډاکتر عبدالهادي لخوا پرانیستل شو.

یاد کورس د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست او حماس خیریه بنسټ په ګډو هڅو د نسوان په عالي لېسه کې د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي کچې لوړونې په موخه را منځته شوی او د شپږو تنو مجربو لېسانس ښځینه ښوونکو له خوا یې د زده کړې بهیر پر مخ وړل کیږي.

د پوهنې ریس استاد کوچي ځاځي د یاد تعلیمي مرکز د پرانېستې پر مهال وویل: مونږ هڅه کوو، چې له هرې ممکنې لارې د خپلو ښځینه زده کوونکو تعلیمي کچه لوړه کړو، تر څو زده کوونکي و کولای شي، چې د کانکور په آزموینه کې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نشي او بلاخره د خپلو خوښو پوهنځیو ته لار پیدا کړي.

همدارنګه د حماس خیریه بنسټ مشر ډاکتر عبدالهادي حماس د پکتیا د پوهنې ریاست څخه مننه او ژمنه یې و کړه، چې د امکان په صورت کې به له پوهنې ریاست سره په همغږۍ خپل تعلیمي پروګرامونه لا زیات کړو او په دې برخه کې کار کول به د ځان فرض او ویاړ ګڼو.

پوهنې رییس د حماس خیریه بنسټ له مشر ډاکتر عبدالهادي حماس څخه مننه و کړه، چې د پوهنې د تقویې لپاره یې نه یواځې اوس بلکې هر وخت خپل رسالت ادا کړی دی او هیله یې ترې وکړه، تر څو د خپلو پوهنیزو پروګرامونو لړۍ نورو ښوونځیو او د امکان په صورت کې تر ولسوالیو هم و غځوی.

پوهنې ریس زیاته کړه مونږ د ولایت په کچه د مرکز په شمول په لرې پرتو ولسوالیو کې هم د نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره تر سلو زیات تعلیمي مرکزونه له مختلفو بنسټونو او ولسونو سره په ګډ تفاهم را منځته کړي، تر څو زده کوونکي له ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې خپل تعلیمي ظرفیتونه لوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

بادغیس

د بادغیس ولایت د پوهنې، د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان او د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ولایت استالف ولسوالۍ له مرکزي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د ځانګړي پلان له مخې، د کابل ولايت د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو له مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو سره د ليدنو په دوام، نن د یاد ریاست يو پلاوى د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د دایکندي ولایت ښوونځیو ته زیات شمېر ماشومان شامل شوي دي

د دایکندي ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په روان ښوونیز کال کې د دغه ولایت په ښوونځیو کې ۱۸ زره. . .

BACK TO NEWS