د پوهنې وزارت لخوا د اسلامي زده کړو د ۲.۲ میلیونه جلده کتابونو د ویش پروسه پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۵:۳۷
د پوهنې وزارت لخوا د اسلامي زده کړو د .۲۲ میلیونه جلده کتابونو د ویش پروسه پیل شوه

د اسلامي زده کړو د ۲.۲ ملیونه جلده کتابونو د ویش پروسه په رسمي ډول د هیواد په کچه د پوهنې وزارت سرپرستې، د پوهنې وزارت معینانو، رییسانو، د دې وزارت د کارمندانو او په پارلمان کې د خلکو د استازو په شتون کې پیل شوه.

آغلې رنګینې حمیدي، د پوهنې وزارت سرپرستې د اسلامي زده کړې مرکزونو لپاره د نوي درسي کتابونو د ویش د پروسه پیل یو تاریخي ګام وباله او زیاته یې کړه: "د دې کتابونو چاپ چې څه باندې ۲۰۰ ملیونه افغانۍ لګښت پرې زاغلی، د پوهنې وزارت د اختیاري بودجې له خوا تمویل شوي."

د پوهنې وزارت سرپرستې زیاته کړه: د دې لپاره چې په هیواد کې د اوسني مطبعو ظرفیت پیاوړی شي د دې کتابونو د چاپ مسؤلیت د آزادې داوطلبۍ له لارې داخلي مطبعو ته وسپارل شو.

آغلې رنګینې حمیدي ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت به د دې وزارت په چوکاټ کې د اسلامي زده کړو د برنامو بشپړ ملاتړ کوي.

د حج او اوقافو وزارت د مسلکي چارو معین ښاغلي ډاکټر امین الدین مظفري د دغه وزارت د ښو اقداماتو قدرداني وکړه او ښاریانو ته یي د اسلامي تعلیماتو د نوي درسي کتابونو د پوهاوي په برخه کې ډاډ ورکړ.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو سرپرست، محمد عارف ملکیار د وزارت د مشرتابه د پاملرنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي زده کړو نوی نصاب د وړتیا په اساس چمتو شوی او د ښوونکو لپاره د نوي نصاب څرنګوالي په هکله به د ښوونې او روزنې پروګرامونه پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې کتابونو د توزیع پروسه به نن له پروان ولایت څخه پیل او ټول هیواد کې به دوام پیدا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۲۰:۲۰
Background image

د ډاډګيرنۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې پخواني معين او د پوهنې وزارت  پخواني مشاور پروفيسور اسدالله محقق جهاني، د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د معارف کورنۍ علمي شخصيت شووندي صدرالدين اشرفي، د ورپيښې ناروغۍ له امله د تل لپاره خپله لار بيله کړه  او په ابدي سفر ولاړ.

( انا الله و انا اليه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د هيواد پياوړې ښوونکې آغلې پروين عظيمي د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ميرمن عظيمي د دري. . .

BACK TO NEWS