د پوهنې وزارت ستراتیژیک ملی پلان د پایلو کلنۍ بیا کتنه
پوهنې وزارت_هرات: په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکتر محمدابراهیم شینواري چې د پلان او ارزونې عموي رئیس عبدالواسع آرین ور سره مل وو په یو کاري سفر هرات ولایت ته ورسیدل.
د دې سفر په لړ کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین او ورسره مل پلاوي د پوهنې ستراتیژیک ملی پلان د پایلو بیا کتنې په ورکشاپ کې ګډون وکړ او د یاد پلان د موخو او پلي کولو څرنګوالۍ یې د هرات ولایت پوهنې ریاست کې په ټول اړخیز ډول وڅيړه.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکتر محمدابراهیم شینواري په ټول افغانستان کې ماشومانو ته د غوره ښوونې او روزنې یو شان خدمتونو لاسرسي په موخه ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت مشرتابه هڅه کوي چې په ټول افغانستان کې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې لازمو سهولتونو ته د لاسرسي لپاره د ګټورو لارو څخه استفاده وکړي.
په دې ورکشاپ کې د هرات د پوهنې ریاست رئیس او مشرتابه، د همکارو موسسو او خصوصي سکتورونو ادارو استازو هم ګډون درلود.
په دې سفر کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین او ورسره مل پلاوي د هرات ولایت پوهنې رئیس روح الله ازهد سره یو ځاې د انجیل ولسوالۍ جمعیت لیسې، نجونو تجربوي لیسې، د مهری هروي ښوونځيو، د کارته امین یو شمیر ښوونځيو او د زنده جان ولسوالۍ د نجونو غیاثیه عالي دارالعلوم څخه د لیدنې تر څنګ د هغوې له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې خبرې وکړې او شته ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین د شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ ژمنه ورکړه او هم يې د هرات ولایت مسئولینو ته د یادو ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې ورکړې.
همدارنګه ډاکتر شینواري د هرات ولایت د پوهنې ریاست له رئیس او کارکونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د پوهنې وزارت ستراتیژیک دریم ملي پلان د پلي کولو په لاره کې، او د ښوونې او روزنې غوره خدمتونو د تحقق په موخه یې د یاد ریاست کړنو د ستایلو ترڅنګ له هغوی څخه یې مننه وکړه.
