د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په هرات ولایت کې دوه بابه مدرسې پرانيستل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۱:۲۶
11

 د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ياد ولایت د زنده جان ولسوالۍ اړوند په کشکک او سربلند زلزله ځپليو  کلیو کې دينې مدرسې تاسيس او پرانیستلې.
 په ياده ولسوالۍ کې د درې بابه مدارسو د بنسټ ډبرې څه موده وړاندې کېښودل شوې، چې په دې وروستيو کې د يادو مدارسو له جملې څخه د دوه بابه مدارسو د جوړولو چارې بشپړې او د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د دغه ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه، علماوو او استادانو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوې او په پام کې ده، چې په نيږدې راتلونکي کې د نائب رفېع کلي مدرسه هم د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.
 د يادو مدارسو د جوړولو ټول لګښت څه باندې ۱۰ ميليونه ۷۰۰ زره افغانۍ کېږي.
 د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د چوپړونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او له والدینو یې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د زده کړو په موخه، مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
 په يادو مراسمو کې د نورو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او د پوهنې په برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
 ياد مراسم د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه. . .

BACK TO NEWS