د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو نوى معين معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۷:۴۵
معرفی و آغاز به کار معین جدید تعلیمات اسلامی وزارت معارف

د اسلامي تعليماتو نوى معين استاد محمد عثمان طارق، د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي لخوا، چې د ياد وزارت يو شمير معينانو، رئيسانو، د حج او اوقاف وزارت يو شمير چارواکو او د ياد معينيت د ځينو کارکوونکو په شتون سره معرفي شو او خپله دنده يې رسمآ پيل کړه.

په پيل کې د استاد عثمان د ګمارنې په تړاو د افغانستان د جمهوري رياست د عالي مقام ۶۱۵ شميره حکم چې په ۲۲/۲/۱۴۰۰ صادر شوى وه، د مدرسو او دارلحفاظونو د رئيس محمد شعيب سيقل لخوا ولوستل شو.

وروسته د اسلامي تعليماتو د دارلعلومونو عمومي رئيس مولوي محمد عارف ملکيار ميلمنو د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د اسلامي تعليماتو د معين په حيث د استاد محمد عثمان د ګمارنې په پار ټولو ته مبارکي ورکړه او د معينيت د چارواکو په استازولي يې ژمنه وکړه ،چې پلان شوي برنامې به په ښه توګه پلې کيږي او د مدرسو او ديني زده کړو د مرکزونو له ښه کيدا ته به پاملرنه کيږي.

وروسته رنګينې حميدي هر اړخيزې خبرې وکړې او د استاد محمد عثمان ګمارنه يې مبارک وويله او د اسلامي تعليماتو د دارلعلومونو د عمومي رئيس مولوى محمد عارف ملکيار له هلو ځلو مننه وکړه چې څه موده يې د ياد معينيت سرپرستي وکړه.

نوموړې د اسلامي تعليماتو معينيت د وزارت يوه مهمه برخه وګڼله او د جلالتمآب ولسمشر له پاملرنې يې مننه وکړه، زياته يې کړه: ډاډه يم چې ان شاالله د پوهې،نوښتونو او د ښاغلي محمد طارق په مديريت سره به په ياد معينيت خپلې ټولې پلې کړو.

د غونډې په ترڅ د ښوونې او روزنې معين عطاالله واحديار هم استاد عثمان ته مبارکي ورکړه وې ويل،هغه څه چې په افغانستان کې تل پاتې وول او په راتلونکي کې به هم وي هغه زموږ اسلامي هويت دى او دا زموږ دنده ده، چې دې برخې ته ډيره پاملرنه وکړو.

د حج او اوقاف وزارت مالي او اداري معين مولانا تاج محمد مجاهد، د استاد طارق په وړتياوړ وغږيده او د نوموړي ګمارنه يې نيک اقدام وګڼه.

په پاى کې، استاد محمد عثمان طارق، د ولسمشر له اعتماد نه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې خپله دنده به پوره صداقت سره مخته وړي او خپلو تجربو څخه به کار اخلي.

غونډه د الزهر پوهنتون استاد ډاکټر شوقي لخوا د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

ننګرهار ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو ویش پیل شو

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت کې د چپر هار ولسوالۍ ښوونکو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه.

په هغه غونډه کې چي په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې جوړو شوي وه، د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

اطلاعیه

د نړيوال ښاريتوب د غوره ښوونې ميتود، خبرتیا

۱۴۰۰ د غبرګولي ۲ مه

پوهنې وزارت، کابل: آسيا پسفيک سازمان په پام کې لري چې د نړيوال فهم لپار (APCEIU) د هغو ښوونکو او د ښوونکو د روزونکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۷:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو نوى معين معرفي شو

د اسلامي تعليماتو نوى معين استاد محمد عثمان طارق، د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي لخوا، چې د ياد وزارت يو شمير معينانو، رئيسانو، د حج او اوقاف وزارت يو. . .

BACK TO NEWS