د پوهنې وزارت خبرتیا!
پوهنې وزارت په پام کې لرې چې د ملي غوښتنې له لارې معیاري پوښتنې جوړې او د زده کوونکو د ښوونیز نظام د ارزیابي د ښه والي په موخه د ښوونیز نظام په مختلفو برخو کې، د ملي پوښتنو معیاري بانګ، ساده او د هیواد په کچه په آنلاین ډول داستفادې وړ او دپوښتنو ډولونه (تشریحي، څلورځوابه، صحیح او غلط اوخانه خالي) ډول ترتیب ترڅو د دې څخه خورا ګټور کار واخلي.
همدارنګه له ټولو نظرخاوندانو، استادانو، ښوونکو، تحقیق کونکو، لیکونکو او د ښوونې او روزنې په برخه کې له ټولو فعالینو څخه غوښتنه کیږي چې خپلې معیاري پوښتنې د ښوونیز نظام د مختلفو ځانګو مطابق نوموړي ایمیل gb@moe.gov.af ته واستوي او یا هم په سافت شکل د پوهنې وزارت د آساسي او ثانوي تعلیماتو ریاست د پوښتنو عمومي مدیریت ته چې په ګلبهار سنتر ۱۰ پوړ کې شتون لري شریک کړي.
نوټ: پوهنې وزارت لس تنه د ښو او معیاري پوښتنو رالیږونکو ته تشویق او تقدیر پاڼه په پام کې لري.
