د هلمند ولایت پینځو ښوونځیو ته افتخاري ایوارډونه ورکړل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۱:۵۶
اهدای جوایز افتخاری به ۵ مکتب در ولایت هلمند

پوهنې وزارت، هلمند: د برتانیا سفارت له لوري د افغانستان په ګډون په ۱۲۵ هیوادونو کې په انلاین ډول د پوهنیز کیفیت لوړونې په موخه کلنۍ سیالۍ ترسره کیږي، چي ګڼ شمیر زده کوونکي، ښوونکي او د ښوونځیو مدیران په کې ګډون کوي.

د همدې پروګرام په لړ کې د هلمند ولایت پنځو ښوونځیو ته د برټیش کونسل له لوري افتخاري ایوارډونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د هلمند د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د دې جایزو او ایوارډونو پر تر لاسه کولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل: د هلمند لپاره دا ستر ویاړ دی چي ښوونځیو ته یې د یوې باوري ادارې له لوري ایوارډونه ورکول کیږي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه: موږ د زده کړییز کیفیت د لوړونې په موخه بنسټیزې هڅې ترسره کوو، څو په مرکزي ښوونځیو کې زده کړییز کیفیت وده وکړي او زده کوونکو ته د معیاري زده کړو زمینه برابره شي.

صفاري د پوهنې په برخه کي د یو شمیر ستونزو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چي د دې ستونزو د حل په پار به چټک ګامونه پورته کوي، نوموړي په دې برخه کي د ولایتي ادارې، مرکزي حکومت او اولس همکاري اړینه وبلله.

د هلمند مرستیال والي بریالي نظري د زده کړییز کیفیت لوړونې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او ادارو ملاتړ مهم وګڼه او د پوهنې ریاست څخه یې غوښتنه وکړه، چي په دې برخه کې له نړیوالو ادارو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي نظري وویل: د هلمند ولایتي اداره د معارف د ودې برخه کې د جدي اصلاحاتو او سمونو ملاتړ کوي، همداراز د ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

هیره دې نه وي چې، د غونډې په پای کې د پینځو ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته د برتانیا سفارت له لوري جوړ شوي افتخاري ایوارډونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۳۸
Background image

د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې پیل شوې

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان پوهنتون ښووني او روزوني پوهنځي کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۴:۳۴
Background image

یونیسف او ICR ادارې سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یونیسف د کندهار زون په دفتر کې د IRC )) او یونیسف ادارې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

په دې غونډه کې یې د یونیسف. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

هرات ولایت کې د درسي کتابونو راټولولو کمپاین ګړندی روان دی

پوهنې وزارت، هرات : په دې وروستیو کې د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د "زما کتاب ستا لپاره " تر عنوان لاندې د کتاب راټولولو کمپاین پیل شوی، چې تر دې دمه له سل زرو ټوکو څخه ډیر درسي. . .

BACK TO NEWS