د هلمند ولایت په بغني ولسوالۍ کې ۱۵ بابه کلیوالۍ ټولګي پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۰:۷
د هلمند ولایت په بغني ولسوالۍ کې ۱۵ بابه کلیوالۍ ټولګي پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت د بغني ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه او د پوهنې ریاست د هڅو له امله، له ډیري مودې وروسته، په یاده ولسوالۍ کې ۱۵ بابه کلیوالۍ ټولګي پرانیستل شوه.

دهلمند ولایت د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری وویل: د بغنی ولسوالۍ د ولایت د مرکز نه ۱۸۰ کیلو متره لیرې ده، چې د ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه ۱۵ بابه کلیوالۍ ټولګي نوي تاسیس او ۵۲۵ تنو ماشومانو ته یې د زده کړي زمینه برابره کړه.

نوموړي زیاته کړه: د ښوونځیو زده کوونکو ته درسي توکي او د مکتب بکسي توزیع شوي او په پام کې لرې چې پدې ولسوالۍ کې نور ښوونځي هم جوړي کړو تر څو نجونۍ او هلکان د سالم درسي چاپیریال په در لو دلو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

همدارنګه ژمنه وشوه چې د پوهنې وزارت په موجوده مالي سرچینو په کارولو سره په بغني ولسوالۍ کې د نوي ښوونځیو جوړولو غوښتنه وکړي.

د هلمند د پوهنې رییس زیاته کړه چې له نېکه مرغه د هلمند ولایت خلکو په بیلابیلو ولسوالیو کې د یو نیم میلیار افغانیو په ارزښت ۸۱۶ جریبه ځمکې ديوهنې ریاست سره مرسته کړي، چې د ستاینې وړ ده او موږ په دې ولایت کې د نوي ښوونځي د جوړولو ژمنه کوو.

په پایله کې ، یو تن قومي مشر د موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې ریاست څخه یې د ماشومانو لپاره د زده کړې اسانتیاو په برابرولو کې د دوی د هڅو څخه مننه وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د املاکو او ودانیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت د نقشې او اټکل له مخې،  د نهمې، یوولسمې او دیارلسمې تعلیمي حوزې اړوند د الفتح عالي لېسې ژوره څاه کیندلو، د بي بي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۹
Background image

په بامیان ولایت کې د مهارتونو د ودې اوحیاتي سواد زده‌کوونکو ته د تعلیمي وسایلو وېش پیل شو

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د حیاتي سواد د ۲۴ ټولګیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي وسایلو د کڅوړو وېش رسماً پیل شو.
د دې نوښت موخه د زده‌کړې د کیفیت ښه‌والی او د زده‌کوونکو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۰
Background image

د سیرت‌النبي ﷺ د علمي سیالیو پایلې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې اعلان شوې

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د استاد محمد کریم کابلي عالي لېسې زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالۍ پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې سیالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو. . .

BACK TO NEWS