د ننگرهار بهسودو ولسوالۍ ښوونکو ته د ځمکو نمرې مشخصي شوې
د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ ۸۰۸ تنه ښوونکو ته د پچه اچونې له لارې د ځمکو نمرې مشخصې شوې.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وه، د پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل؛ هر ښوونکي ته د خدمت په مقابل کې پر مالي امتیازاتو سربېره د حکومت له لورې د یوې نمرې ځمکې ورکړه هم امتیازي بڼه لري. هغه د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت اړوند ښوونکو ته د ځمکو د نمرو دویش او مشخصیدو مبارکي وویله زیاته یې کړه تخنیکي ستونزو او پیچلو املاکي پروسو له امله دا پروسه په خپل ټاکلي وخت پلې نه شوه، هغه د ټولو ښوونکو له حوصله مندۍ او هغوی چې په دې پروسه کې یې زیارګاللی و مننه وکړه.
پوهنې ریس له هغو ښوونکو نه چې د پچې اچونې په پروسه کې د بحراباد په ښارګوټي کې ځمکه تر لاسه کوي وغوښتل چې خپله ځمکه اباده او دا ښارګوټی له هر پلوه مثالي ښارګوټی شي. هغه وویل په دې ښارګوتی کې د شاملو ادارو څخه به وغواړي چې د بحراباد د ښوونکو په ښارګوټي کې خپل مکلفیت ترسره کړي.
بیا د بهسودو پوهنې امر زلمی حلیم خبرې وکړې او د ځمکو د نمرو پچې اچونې پروسه یې روښانه کړه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د بهسودو ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند ۱۲۱۶ تنه ښوونکي لري چې د اوس لپاره یې په یاد ښارګوټي کې ۸۰۸ تنو ته د ځمکې نمرې چمتو شوي چې د پچه اچونې له پروسی وروسته به ورته په واک کې ورکړل شي.
