د ننګرهار پوهنې ریاست دلاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځله
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریاست له لوري د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول.
د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه چي د ننګرهار ولایت پوهني ریاست اړوند د روغتیا مدیریت له لوري د سره رود ولسوالۍ د بی بی مریم لیسي په انګړ کې جوړه شوي وه ، د پوهني او عامی روغتیا ریاست مسوولینو بر سیره د دولتي ادارو یو شمیر کارکوونکو ، د ښوونځي ښوونکو او ګڼو زده کوونکو هم برخه لرل.
په جوړو شویو مراسموکې دننګرهار دپوهنې ریاست د روغتیا د برخې مشر ډاکتر محمد رحیم همت دپوهنې ریاست په استازیتوب خبرې وکړې او دانسان د روغتیا دخوندي ساتلو لپاره یې د لاسونو د مینځلو پر ارزښت خبرې وکړې.ویې ویل هر څومره چې موږ د خپلو لاسونو مینځلو ته پام وکړو په هماغه کچه به مو روغتیا خوندي وي. ډاکتر همت د زده کوونکو وغوښتل چې دلاس مینځلو ارزښت او ځانګړې پیغام د خپلو کورنیو سره هم شریک کړي.
په دې مراسموکې د سره رود مرستیال ولسوال،دپوهنې امر او څو تنو نورو هم د لاس مینځلو پر ارزښت خبرې وکړې. همدارنګه دبي بي مریم لېسې د زده کوونکو له لورې د لاس مینځلو دنړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوې تمثیلي ټوټې او ترانې هم وړاندې کړې.
