د ننګرهار پوهنې ریاست او اکبر مرستندویه بنسټ ګډه ناسته وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۱:۱۲
جلسه مشترک بین ریاست معارف ننگرهار و بنیاد خیریه اکبر برگزار گردید

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهارپوهنې رئیس حسیب الله شینواري د اکبر بنسټ له پلاوي سره په ګډه کاري ناسته کې وویل: ننګرهار ولایت کې د ښوونې او روزنې متوازن پرمختګ د پوهنې ریاست له لومړیتوبونو څخه دی له همدې امله مرستندویه ادارې دې هم دې برخې ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: موسسات باید هغو لیرې پرتو سیمو ته چې اوس په کی امنیت خوندي شوی ځانګړې پاملرنه وکړي. او په مرستندویه چارو کی لومړیتوب ورته ورکړي، نوموړي زیاته کړه: پوهنی ریاست او مرستندویه موسسو ترمینځ باید همغږي او څارنه شتون ولري، د اکبر بنسټ له مشرتابه یی غوښتنه وکړه، چې له ټولو مرستندویه موسسو سره دا خبره شریکه کړي.

په ناسته کې د اکبر بنسټ هیئت ژمنه وکړه چې یادې سپارښتنی به له پوهنی ریاست سره د مرسته کوونکو ادارو له مشرانو سره شریکې کړي او ترې به وغواړي چې له پوهنې ریاست سره په ګډ کار کې د همغږۍ .څارنې او راپور ورکولو سیستم لا پیاوړی کړي. په دې ناسته کې پر ځینو نورو اړوندو مسایلو هم خبری وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

د ښوونکو يولس زره نوي بستونه اعلان ته وسپارل شول

هغه غونډه کې چې نن په چهارچنارماڼۍ کې د ښيې حکومتولۍ په پار د جلالتمآب ولسمشر په حضور جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي، او د ياد وزارت مشرتابه هم ګډون درلود، چې

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۳:۲۲
Background image

لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د آبتک لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د دغه ښوونځي ودانۍ د اقراء پروګرام په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې شپږ ټولګي، یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۱:۲۳
Background image

لغمان ولایت کې له یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

پوهنې وزارت، لغمان: د ( HHRD )موسسې له لوري لغمان ولایت کې له يتيمو زده کوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په مرسته شويو توکو کې اوړه ، غوړي، وریژې، لوبیا، بوره، مالګه او خرما شامل. . .

BACK TO NEWS