د لوګر په ښوونځیو کې له څلورم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي کلنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۴:۳۸
د لوګر په ښوونځیو کې له څلورم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي کلنۍ ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت په ۲۷۳ دولتي او ۱۹ خصوصي ښوونځیو کې له ۴ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.
د کلنۍ ازموینې د پیلېدو په غونډه کې، چې د کلنګارجهادي د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د تفتیش آمر ربیع الله نائب خیل او د نظارت آمر عنایت الله خالد برخه لرله.
دغه ازموینې د پوهنې وزارت په لارښوونه سر له نن شنبې ورځې پیل شوې، چې د روانې لیندۍ میاشتې تر پنځلسمې نېټې به دوام وکړي.
په نوموړو ازموینو کې له ۴ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې ۸۹۴۳۱ زده کوونکي برخه لري، چې ۲۱۹۰۵ یې نجونې دي.
له دې مخکې په یادو ښوونځیو کې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زده کوونکو کلنۍ ازموینې اخیستل شوې دي.
د نوموړو ټولګیو د زده کوونکو په کلنۍ ازموینه کې ۵۵۶۱۰ زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې ۲۰۲۴۱ یې نجونې وې.
د لوګر په ۲۷۳ دولتي او ۱۹ خصوصي ښوونځیو کې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۴۵۰۴۱ زده کوونکي کلنۍ ازموینه ورکوي، چې ۴۲۳۴۶ یې نجونې دي.
د یادونې وړده، چې د یادو ازموینو تر اخېستو وروسته به د لوګر د ټولو ښوونځیو زده کوونکو ته د ژمي رخصتي ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS