د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د بابرو په نوم د نجونو لېسې ته د یوه عصري او مجهزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.
یاد ښوونځی د ۱۰ میاشتو په موده کې د شاوخوا ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د افغان حکومت په پراختیایي بودیجه جوړېږي.
دغه ښوونځی به ۱۰ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې،میزونه او څوکۍ، د احاطې دېوال، د اوبو څاه، ۱۰ تشنابونه او نور اړین ملحقات ولري.
یاده لېسه ۱۷ کاله مخکې فعاله شوې، چې دا مهال ۴۶۰ زده کوونکې یې د ودانۍ د نه لرلو له امله په خیمو کې زده کړې کوي.
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې مینې سادات د یادې پروژې له ترسره کوونکي وغوښتل، چې د ښوونځي ودانۍ په جوړولو کې له ښه کیفیت لرونکو توکو کار واخلي او هم له تړون سره سم کار پر مخ بوځي.
له بل لوري د سیمې خلکو هم د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي ښودلې او دا یې د خپلو اولادونو لپاره یو روښانه راتلونکی بللی.
د یادونې وړ ده، چې په لوګر کې دا مهال د ۶۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۴۸ لویو او وړو ښوونیزو پروژو کار روان دی.
