د لوګر د پوهنې ریاست له خدماتي کارکوونکو سره مرسته وشوه
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند له ۳۱ بېوزلو او اړمنو خدماتي کارکوونکو سره د غنمو او وریجو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پوهنې ریاست په غوښتنه د ولایت مقام تر لارښوونې ورسته د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې وکړه.
په دې مرسته کې په هر یوه خدماتي کار کوونکي ۱۴ منه غنم او ۷ منه وریجې د ځانګړې کمېټې له خوا ووېشل شول.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثاراحمد سیدي د یادې مرستې د ویشلو پر مهال له مرسته کوونکې ادارې مننه وکړه.
هغه وویل،چې په راتلونکې کې به د یو شمېر ښوونځیو له بېوزلو او اړمنو خدماتي کارکوونکو سره هم ورته مرستې وشي.
د پوهنې ریاست خدماتي کارکوونکو پر دغې مرستې خوښي څرګنده کړه او له حکومت نه یې د نورو مرسته غوښتنه هم وکړه.
د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست له یو شمېر خدماتي کارکوونکو سره ورته مرستې شوې دي.
