د لوګر د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۴:۴
د لوګر د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد په کلي کې د چمن آباد د هلکانو د منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه پکې د پوهنې ریاست د استازو تر څنګ، د پوهنې آمر محبت خان اصولي، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

دغه ښوونځۍ د هندوستان هېواد له لوري د ۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.

یاد ښوونځۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، ۱۶۰ درې کسیز څوکۍ، ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانیتاوې لري.

د دغه ښوونځي په جوړولو سره په یوه وخت کې ۴۸۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه، چې اوس مهال ۳۷۴ زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګندوي او د چمن آباد د کلي له اوسېدونکو غوښتنه کوي، چې جوړه شوې ودانۍ د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې په خاطر ښه وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د رضاخیلو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو صحې سیسټم جوړ شو، چې له امله یې له ۷۵۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

ب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګيو لپاره د تعلیمي کچې معلومولو ۱۴م پړاو ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS