د زابل په ښوونځیو کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ په یو شمېر ښوونځیو کې په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې د مرکز کلات ترنک لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رییس نصرالله زاهد ښوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي پیغام ولوست چې په یوه برخه کې يې راغلي وه چې د ټولو ښوونکو ژوند ته به پاملرنه کیږي او ستونزې به يې پر وخت حل کیږي.
همدا راز د زابل د ځوانانو چارو آمر نیازمحمد زیارمل د خپلو خبرو په لړ کې ژمنه وکړه چې له پوهنتونونو څخه تازه فارغه شوي ځوانان به د هغه کمبو ښوونکو پرځای په افتخاري او وړیا شکل سره زده کوونکو ته تدریس وکړي چې اوس مهال يې تازه درسي چارې پیل شوې دي.
د زابل د پوهنې رییس د ترنک لېسې ترڅنګ د مرکز کلات د چهل دختران لېسه کې هم د ښوونکي دورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ او د پروګرامونو پای کې يې د دواړو لېسو ښوونکو ته د ښه خدمت له کبله ستاینلیکونه ورکړل.
