د دایکندي ولایت د اشترلي او ناوه میش ولسوالیو د پوهنې آمرین معرفي شول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲
آمرین معارف ولسوالی‌های اشترلی و ناوه‌ میش ولایت دایکندی معرفی گردیدند

د پوهنې وزارت، ډایکندي: د ښوونې او روزنې وضعیت او د اغیزمن سیستم د ښه والي د را مینځ کولو په موخه، عبدالخليل بیګزاد د اشترلي ولسوالۍ د پوهنې آمر او شریف اعتمادی د ناوه میش ولسوالۍ د پوهنې د آمر په ټوګه د ډایکندي ولایت پوهنې ریاست د استازي حیدر رباني لخوا د ځایی چارواکو په شتون کې رسمآ معرفي شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د ناوه میش او اشترلي سیمه ایز حکومتي چارواکو او مشرانو په یادو ولسوالیو کې د پوهنې د بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې د وضعیت د لا ښه والي په خاطر به له نويو آمرینو سره همکارۍ کوي.

د ډایکندي د پوهنې ریاست استازي د پوهنې په برخه کې د دې ولایت د اوسیدونکو له بې ساري ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ هیله لرو نوي آمران د خپلو اړوندو ولسوالیو د ښوونځیو د ملاتړ شورا سره په همغږۍ د پوهنې د ودې لپاره جدي کار وکړي .

د یادونې وړ ده چې عبدالخليل بیګزاد تر دې مخکې د سنګ تخت و بندر ولسوالۍ د پوهنې د څارنې آمر او شریف اعتمادي د ناوه میش ولسوالۍ د څارنې آمر په ټوګه دنده تر سره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

ننګرهار ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو ویش پیل شو

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت کې د چپر هار ولسوالۍ ښوونکو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه.

په هغه غونډه کې چي په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې جوړو شوي وه، د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

اطلاعیه

د نړيوال ښاريتوب د غوره ښوونې ميتود، خبرتیا

۱۴۰۰ د غبرګولي ۲ مه

پوهنې وزارت، کابل: آسيا پسفيک سازمان په پام کې لري چې د نړيوال فهم لپار (APCEIU) د هغو ښوونکو او د ښوونکو د روزونکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۷:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو نوى معين معرفي شو

د اسلامي تعليماتو نوى معين استاد محمد عثمان طارق، د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي لخوا، چې د ياد وزارت يو شمير معينانو، رئيسانو، د حج او اوقاف وزارت يو. . .

BACK TO NEWS