د خوست په ولایت کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د پوهنې ریاست لخوا پر صابون د لاس مینځلو نړیوالې ورځ «پاک لاسونه د روغتیا ضمانت کوي» تر سر لیک لاندې دیوې غونډې په ترځ کې ولمانځل شوه..
په هغه غونډه کې چې د خوست ولایت د مرکز اړوند د عبدالحی ګردیزی لیسې په انګړ کې جوړه شوي وه ، د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان سربېره د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمدي منګل د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني د مدني ټولنې استازیو او د زده کوونکو والدینو او زرګونه زده کوونکو ګډون کړی و.
د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان غونډې ته په ښوونځیو کې د پاکوالي کلتور د عامولو په باب خبرې وکړې، او ویې ویل، "د ښوونځیو پاک ساتل زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی " تر څنګ یې له ښوونکو وغوښتل چې هره ورځ دې په ټولګیو کې د پاکوالي او د حفظ الصحې په باب خبرې وکړي.
روښان زیاته کړه ، ښوونځي د فرهنګ دلیزد ځایونه دي زموږ ښوونکي باید زده کوونکي له صحي کلتور سره اشنا کړي، ځکه صحت د ژوند د ټولو چارو لپاره اړین دی"
د عامې روغتيا ریاست مرستیال ډاکټر محمدي منګل زده کوونکو ته د لاسونو د پاک ساتلو په باب خبرې وکړې، ده وویل، ناپاک لاسونه انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي د کورنۍ غړي او ښوونکي مسؤلیت لري چې د زده کوونکو روغتیا خصوصاً د لاسونو مینځلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ده همدا راز د روغتیایي پیغامونو په شریکولو کې له معارف ریاست سره د ګډ کار ډاډ ورکړ تر څو زده کوونکي د لازمو روغتیایي مسایلو په باب پوهاوي پیدا کړي.
همدارنګه دیني عالمانو د اسلام له نظره د نظافت پر ارزښت خبرې وکړې او له زده کوونکو یې وغوښتل چې خپل ځان او د چاپېریال پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په پای کې د لاسونو مینځلو تر څنګ یو شمېر زده کوونکو ته د پوهنې ریاست له لوري د روغتیایي موادو بستې د ډالۍ په توګه وویشل شوې.
