د حکومت ولۍ ملي کاري پلان په دوهم پړاو مشورتي ناسته کې د پوهنې وزارت ۲۹ وړانديز شوې ژمنې وڅیړل شوې.
پوهنې وزارت- کابل: د پرانستې حکومت ولۍ کاري ملي پلان په لمړي پړاو کې د پوهنې وزارت د ژمنو پلي کیدو او تر سره کیدو نه وروسته، د پوهنې او روغیتا نظریو د ژمنو رامینځ ته کولو لپاره د پرانستې حکومت ولۍګډون د کاري ملي پلان دوهم پړاو د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د پرانستې حکومت ولۍ د سکرتریت رئیس خلیل الرحمن متوکل په شتون کې تر سره شو.
په دې غونډه کې چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو استازو، د روڼتیا څارنې د اطلاعاتو څانګې رئیس او د مدني ټولنو استازو ګډون درلود.
پوهنې وزارت په دې غونډه کې د تړلې حکومت ولۍ دورې د پاې ته رسیدلو په ګوته کولو سره وویل چې په پرانسته حکومت ولۍ کې د حکومت په کړنو د مدنې ټولنو له لوري د خلکو د نظارت رول ډیر شوۍ او دا د پوهنې په لسیزه کې زمونږ له لمړیتوبونو څخه دۍ.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي ټينګار وکړ چې په پرانسته حکومت ولۍ (OPG) کې زمونږ تمه دا ده چې د ښوونې او روزنې له څانګو څخه نظارت باید یواځې د ستونزو څرګندولو او زیاتولو لامل نشي بلکه دا نظارتونه د حل لارو او ګټورو وړاندیزونو وړاندې کولو چوکاټ واوسي.
پوهنې وزیر په پرانستې حکومت ولۍ کې د پوهنې وزارت د ټولو ژمنو د پلي کیدو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې په دوهم پړاو کې ۲۹ وړاندیز شوې ژمنې څیړو.
د پرانستې حکومت ولۍ د سکرتریت رئیس خلیل الرحمن متوکل په دې ناسته کې وویل چې پرانسته حکومت ولۍ یو نړیواله لاسته راوړنه ده چې د نړې په بیلابیلو هیوادونو کې د ښې حکومت ولۍ لپاره کار کوي، یاد پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې په کار پیل وکړ او د افغانستان په ګډون ۷۵ هیوادونه د یاد پروګرام غړیتوب لري.
متوګل د ملي کاري پلان موخه د روڼتیا، حساب ورکونې ښه والي لپاره ، په حکومت ولۍ کې د خلکو رول او په حکومت ولۍ کې د تکنالوژي کارولو ترویج د حکومت او مدني بنسټونو له لارې د ګډو ژمنو رامینځ ته کول وبلل.
متوکل په مرکز او زون کې د مشورتي ناستو له ترسره کیدو څخه خبر ورکړ او ويې ویل چې د خلکو او مدنې ټولنو فعالانو له ۱۳۷ وړاندیزونو څخه ۲۹ وړاندیز شوې ژمنې د ښوونې او روزنې په برخه کې وې چې په ننې غونډه کې په هغو خبرې وشوې.
د افغانستان پرانستې حکومت ولۍ لمړۍکاري پروګرام کې ۱۳ ژمنې شاملې وې، چې د قانون جوړولو په پروسه کې د مدني او غیر دولتي بنسټونو د ګډون ډاډمنیدو په موخه د تقنیني اسنادو پروسې د قانون تعدیل، د مدني بنسټونو لخوا د اداري فساد پر وړاندې د ملي ستراتیژي پلې کول او د شتمنیو ثبت کولو څخه څارنه، د دولتي ادارو د کړنو د پلټنې په پروسه کې د مدنې او غیردولتي بنسټونو ګډون، د روغتیایې مرکزونو د اعتبار ورکولو ادارې رامینځ ته کول، د د لوړ زده کړو او ښوونې او روزنې له کیفیت څخه څارنه....... د یادو ژمنو له جملې څخه وې.
