د بدخشان ولایت د وحدت آباد ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۱:۹
د بدخشان ولایت د وحدت آباد ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د پوهنې وزارت، بدخشان : د بدخشان ولایت د کشم ولسوالی کې د وحدت آباد لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یولړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالسمیع ابد یار، د محلي ادارو مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې کیښودل شوه.

د وحدت آباد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د سویډن کمیټې په مالي مرسته د یولس نیم میلیون افغانیو په مجموعي لګښت جوړیږی چې، ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د احاطې دیوال، د پاکو اوبو څاه، تشنابونه او نوري اړیني اسانتیاوي لري چې له پرانیستلو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیریال زمینه برابره شوه.

د بدخشان د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار په داسې حال کې چې د ښوونځي جوړیدو له امله یی د سویډن کمیټې څخه مننه وکړه او وویل: معارف عامه اداره ده او ډیری ستونزې او ننګونې پکې شتون لري چې باید د خلکو او همکارو ادارو په همغږي او همکاریو ته پاملرنه وشي.

د پوهنې رییس ښوونه اوروزنه د یوې ټولنې پرمختګ وباله او له اوسیدونکو او ښوونکو یې وغوښتل چې د ماشومانو د تعلیم لپاره د پوهنې ریاست سره په همکارۍ کې غوره امکانات رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۷
Background image

د پوهنې وزارت خبرتيا

د آسيا پسفيک مرکز په پام کې لري، چې د نړيوالې پوهې(EIU) او د ښاري فرهنګ (GCED) د زده کړې برخه کې، په انلاين ډول د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ مياشتې له ۱۵ نيټې څخه تر ۲۵ نيټې پورې ورکشاپ جوړ کړي.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

لوګر کې د هلکانو یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې د شهید غلام محمد د هلکانو لومړني ښوونځي ته جوړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست د استازو تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۳:۳
Background image

د ډاډګیرنې پیغام

د افغانستان د معارف يو بل ستورى هم پريوت

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د ساينسي علومو تکړه ښوونکي نظر زلمى د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.

(انا لله و انا الیه راجعون)

است. . .

BACK TO NEWS