د اقتصادي ستونزو له کبله له زده کړو بې برخې ماشومانو او د هغوی کورنیو لپاره د ملاتړ پروګرام پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۲:۳۵
د اقتصادي ستونزو له کبله له زده کړو بې برخې ماشومانو او د هغوی کورنیو لپاره د ملاتړ پروګرام پیل شو

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د نړیوالې موسسې (Save The Children) له خوا په ننګرهار ولایت کې هغه زیارکښو ماشومانو ته چې د اقتصادي ستونزو له کبله، له ښوونځی پاتې دی، کورنیو ته یې د وړو کسبونو د روزنې او ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرولو پروګرام پیل شو.

د دې پروګرام په پرانیسته کې د ننګرهار ولایت مقام مرستیال تمیم عارف مومند ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د دې برنامې په تطبیق کې موثره همغږي رامنځ ته کړي او د تطبیقوونکې ادارې سره پوره همکاري وکړي، همدارنګه یې له تطبیقوونکې ادارې وغوښتل چې په شفافه توګه دا پروسه مخته یوسي.

پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل؛ په ټول هیواد کې شا او خوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. تر هر څه لومړی باید د دې ماشومانو په رواني او فکري بدلون کار وشي، ترڅو په هغوی کې د ځان بسیاینې روحیه پیاوړې شي او د خپل راتلونکي ژوند د ښه والي هڅه وکړي.

پوهنې ریس همداراز وویل؛ دغه برنامه باید په داسې شکل تطبیق شي چې دا زیارکښ ماشومان پکې تحقیر نه شي او د کمترۍ احساس ونه کړي.

د ننګرهار اقتصاد ریس غلام الله افغانیار د یادې موسیسې له فعالیتونو مننه وکړه او د پروګرام په دوامداره کیدو او د اړونده ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ په رامنځته کیدو یې ټینګار وکړ.

د ماشومانو نړیوالې موسیسې دختیځ زون مشر فریدالله مشفق وویل دا پروګرام به د جلال اباد ښار په نهو ناحیو کې د ۱۸ میاشتو په موده کې تطبیق شي، چې سلګونه کورنیو ته به د کسب زده کړې او ماشومانو ته به د ښوونځي لوستلو فرصت برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۲۰:۲۰
Background image

د ډاډګيرنۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې پخواني معين او د پوهنې وزارت  پخواني مشاور پروفيسور اسدالله محقق جهاني، د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د معارف کورنۍ علمي شخصيت شووندي صدرالدين اشرفي، د ورپيښې ناروغۍ له امله د تل لپاره خپله لار بيله کړه  او په ابدي سفر ولاړ.

( انا الله و انا اليه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د هيواد پياوړې ښوونکې آغلې پروين عظيمي د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ميرمن عظيمي د دري. . .

BACK TO NEWS