د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي په موخه په څلورو ولایتونو کې شپږ ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۱
ظطظطظ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست، د نوي تعلیمي کال د عملیاتي پلان پر بنسټ، د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي او د انکشاف مسلکي مدرسینو د ظرفیت لوړولو په موخه په پکتیکا، کونړ، بدخشان او تخار ولایتونو کې د شپږ ورځنیو روزنیزو برنامو د وړاندې کولو لړۍ پیل کړې ده.
یادې برنامې د ذکر شويو ولایتونو په مرکزونو او اړوندو ولسوالیو کې د مسلکي پراختيا مدرسینو لپاره وړاندې کېږي، چې موخه یې د مدرسینو د تدریسي وړتیاوو لوړول، له نويو تدریسي میتودونو سره د هغوی د پوهې پیاوړتیا، د درسي پروګرامونو د اغېزمن تطبیق زمینه برابرول او د اسلامي زده کړو د کیفیت لا ښه والی دی.
په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د اړوندو ولایتونو د پوهنې ریاستونو رئیسانو، مسوولینو او د اسلامي زده کړو اړوندو مسلکي غړو ګډون کړی دی. همدارنګه، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مسلکي پراختيا غړو د ورکشاپونو د تنظیم، وړاندې کولو او څارنې په موخه اړوندو ولایتونو او ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړي دي.
د همدې لړۍ په ترڅ کې، د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقـدوس قدوسي تخار، مولوي عبدالغني بدخشان، مولوي سلطان حمید کونړ او مولوي اسماعیل کاموي پکتیکا ولایتونو ته د یادو ورکشاپونو د وړاندې کولو او څارنې په موخه تللي دي.
په شپږ ورځنیو برنامو کې ګډونوالو ته د اسلامي زده کړو اړوند بېلابېلې مسلکي او تدریسي موضوعات وړاندې کېږي، چې د تدریس د اغېزمنتیا، درسي پلان جوړونې، د زده‌کوونکو د زده‌کړې د کچې لوړولو او د اسلامي زده کړو د درسي پروګرامونو د اغېزمن تطبیق په برخو کې د مدرسینو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت مسوولین وايي چې د مسلکي ظرفیتونو لوړولو دغه ډول روزنیز پروګرامونه به د اسلامي زده کړو په برخه کې د تدریس د کیفیت ښه والي او د ښوونیزو چارو د لا اغېزمنتیا لپاره دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د. . .

BACK TO NEWS