تخار ولایت کې د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ کې د تولکي لیسې او میر ملا ولي منځني ښوونځي ودانۍ د نوموړي ولایت والي عبدالله قرلق، د پوهنې رئیس عبدالسمیع ابدیار، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې پرانیستل شوې.
د نوموړو ښوونځیو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د ۲۹،۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي،چې دا ودانۍ ۸ ټولګي٬ اداراي خونې، ۵ غرفې تشنابونه، د څښاک د اوبوڅاه، د احاطې دیوال او نورې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري، همدارنګه د میرملا ولي د هلکانو ښوونځي ودانۍ ۶ ټولګي، ۲ اداراي خونې، ۵ غرفې تشنابونه، د څښاک د اوبو څاه، د احاطې دیوال او ځینې نورې آسانتیاوې لري.
د یادو ودانیو په جوړیدو سره د سیمې ډیری نجونو او هلکانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.
په دې غونډه کې د تخار والي، د پوهنې رئیس، د امنیې قوماندان، د ولایتي شورا وکیل، هر یوه په خپل وار سره د موضوع اړوند خبرې وکړې او خلک یې له معارف څخه ملاتړ ته راوبلل.
