له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پکتیا
د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د دې ریاست له آمرینو او مديرانو سره د ليدنې پر مهال له پوهنې سره د مرستې په موخه د مرستندویو بنسټونو او ملي سوداګرو د جلب او جذب، د اړمنو ښوونځيو د شمېر په ګوته کولو او د پوهنې په برخه کې د اضافه بستو کارمندانو د سرنوشت په باب خبرې وشوې.
نوموړي دغه راز د رياستونو له آمرینو او مديرانو څخه وغوښتل، چې له مراجعينو سره ښې او اسلامي اړيکې وپالي او له لرو پرتو سيمو څخه د راغلو مراجعينو کارونه له رسمي ساعتونو بهر هم پرمخ یوسي.
په پای کې هغه ستاینلیکونه چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له خوا د یاد ریاست یو شمېر مسوولینو په پام کې نیول شوی وې، د پوهنې د رئیس له خوا ووېشل شوې.
همدارنګه
د زرمت ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د بازمحمد روښان، باتور، بخت جمال زرمتي، دولت زي او شاه محمود ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته یې د نظم او دسپلین د ساتلو او د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
لغمان
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره پلاوي د الیشنګ ولسوالۍ د ماسموت هلکانو او نجونو له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او له زده کوونکو څخه د ځینو مهمو پوښتنو په کولو سره د زده کوونکو علمي کچه و ارزوله.
نوموړي د اداري او تدريسي نيمګړتياوو د حل په موخه د يادو ښوونځيو ښوونکو او مسوولينو ته رغنده لارښوونې هم وکړې او په پای کې يې پر ممتازو زده کوونکو کتابچې هم ووېشلې.
په بل خبر کې
د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولايت د پوهنې رياست له مرکزي دفترونو څخه ليدنه وکړه او د مسوولينو د دندو او له مراجعينو سره يې د ښه چلند له امله مننه وکړه.
پروان
د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني په دغه ولایت کې د عزیزي بانک له مسوولینو سره په لیدنه کې د پروان ولایت د پوهنې د کارکوونکو د معاشونو د وېش او ورکړې په برخه کې د شته ستونزو په باب خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د دې ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
له بلې خوا په دغه ولايت کې د عزيزي بانک ولايتي مسوول ژمنه وکړه چې د دې ستونزې په حل کې به همکاري کوي.
