د نورستان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۳:۳۰
یسبلا

ابرار موسسې په نورستان ولایت کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز او کامدیش او نورګرام ولسوالیو کې تر خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو او چټکو ټولګیو د ۳۰۰ نویو ګمارل شویو ښوونکو لپاره ۱۴ ورځنی میتودیک سیمینار جوړ کړ.
 د نورستان د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت له مرستندویو ادارو څخه د مننې ترڅنګ د یاد ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې به جدي هڅې وکړي، ترڅو د دغه ولایت د پوهنې وضعیت ښه شي.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پوهنې آمر له خپلو کارکوونکو سره غونډه وکړه او له هغوی سره یې د دندې په جریان کې د کاري اصولو او مقرراتو د مراعتولو په باب خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
له بلې خوا د غونډې ګډونوالو د خپلو دندو د ترسره کولو د ژمنې ترڅنګ خپلې ستونزې یې هم د یادې ولسوالۍ د پوهنې له آمر سره شریکې کړې.

د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دې ولایت د "واما" ولسوالۍ له ولسوال مولوي مصباح الدین حیدري سره وکتل او په دې ولسوالۍ کې یې د ښوونیزو پروګرامونو په باب معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.
 د واما ولسوال په خپلو خبرو کې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د ستونزو په حل کې د هر ډول مرستو ژمنه هم وکړه.

د نورستان ولایت د پوهنې رئیس د دغه ریاست له کارکوونکو سره په اداري غونډه کې د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو او ننګونو په باب خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهنې د ودې او پرمختګ په موخه خپل نوي نظریات د پوهنې ریاست مشرتابه ته وسپاري.
 
د شپول موسسې مشر عاشق الله صافي د نورستان ولایت د پوهنې له رئیس مولوي تاج محمد مطمین سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پوهنې په برخه کې د مرستو او ګډو کاري پروګرامونو په باب خبرې وکړې.
د پوهنې رئيس د يادې شوې موسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د هر ډول ښوونیزو فعاليتونو په برخه کې به له دوی سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS