له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
کابل
د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب په یوه غونډه کې د خپلو خبرو په جریان کې وویل: د دلو ۲۶مه چې له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو ورځ ده، زموږ هېوادوالو د هېواد د استقلال او ازادۍ لپاره نه هېریدونکي قربانۍ ورکړي دي او موږ باید تل همداسې په اتفاق او یووالي سره د پوهنې په برخه کې کار وکړو، ترڅو دا هېواد جوړ کړو.
کابل
د همغږۍ موسسې سیمه ییزو کارکوونکو د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ د پوهنې له آمر حضرت بلال حنفي سره په لیدنه کې په یاده ولسوالۍ کې د پنځو سیمه ییزو ټولګیو د جوړېدو اعلان وکړ او له دغه ریاست سره یې د لا زیاتو مرستو ژمنه وکړه. ښاغلي حنفي د یادې ادارې له مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه.
کابل
د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې آمر الحافظ مولوي امین الله حیدري د دې ولسوالۍ د میاګل اسلامي جامعې د مدرسې د ۵۷ تنو فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. فاضلانو د مبارکۍ ترڅنګ له خلکو وغوښتل، ترڅو د پوهنې د پرمختګ په برخه کې له موږ سره مرستې وکړي.
کندز
د جک موسسې سیمه ییز دفتر په پام کې لري، چې د کندز ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د اقتاش ولسوالۍ په کلیو کې د نجونو او هلکانو لپاره ۴۰ لومړني ټولګي جوړ کړي. د کندز د پوهنې ریاست رهبري د دې ادارې د دغه اقدام هرکلی کوي او د پوهنې په برخه کې یې یو مثبت ګام بولي.
کندهار
د یونیسف سیمه ییز دفتر د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د آمریت اړوند د کجور د لومړني ښوونځي پر زده کوونکو درسي کتابونه او کتابچې ووېشلې.
