له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۰:۳۱
خلاصه چند خبر از فعالیت های معارف ولایت ها

نیمروز:
د نيمروز ولايت د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کې د يو شمېر تشنابونو د جوړولو کار د دغه ولايت د پوهنې رياست تر څارنې لاندې د U.N.D.P د ولايتي ادارې په مالي لګښت پيل شو.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مشرتابه د يادې شوې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او د نيمروز له پوهنې رياست سره يې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
ننګرهار:
د سویډن کمیټه په پام کې لري چې د ننګرهار د پوهنې ریاست په مرسته د خوګیاڼو او زاوي ولسوالیو یو شمېر لیسې بیاځلې ورغوي.
د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د دغو ليسو په بيارغاونې سره به د ٦٠٠ زده کوونکو د درسي خونو، د څښاک د پاکو اوبو او د مېزونو د نشتوالي ستونزه هواره شي.
کندز:
د کندز ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کندز له پوهنې سره د مرستندویو ادارو استازو د خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو رپوټونه وړاندې کړل او د ښوونيزو توکو په برابرولو سره يې د ملي او نړيوالو مرستندويو موسسو د ملاتړ د ترلاسه کولو او د پوهنیزو  پروژو د پرمختګ د څرنګوالي په باب خبرې وکړې .
کندهار:
د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالغفار عمري له خپل ټيم سره يو ځاى د يادې ولسوالۍ د ۷ بېلابېلو ښوونځيو اداري او تدريسي اسنادونه وکتلې او د چارو د لا ښه والي په موخه يې مديرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه:
 د يادې ولسوالۍ د پوهنې د څارنې آمرینو د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال هغوى ته د ستونزو د حل او د پوهنې د ښه والي په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

BACK TO NEWS