د لغمان د پوهنې له ریاست څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۰:۳۸
د لغمان د پوهنې له ریاست څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه.

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت د ښوونکو د روزنې په ریاست کې د داخل خدمت زده کوونکو د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته د علم او پوهې د زده کړې په برخه کې خبرې وکړې او هغوی یې لوړو زده کړو ته وهڅول او همدا ډول د ازموینې له تنظیموونکو څخه یې وغوښتل، چې د ازموینو په بهیر کې شفافیت او عدالت په پام کې ونیسي.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت د پوهنې ریاست د اداري څانګو له کړنو او د کاري پلان د کنټرول ترڅنګ هغوی یې وهڅول چې په خپلو ورځنیو دندو کې په اخلاص او صداقت سره کار وکړي.
د لغمان ولایت د قرغیو والسوالۍ د پوهنې آمر ثاقب مخلص له خپل مل پلاوي سره د دې والسوالۍ د ویس بابا د نجونو له ښوونځي، د قرغیو د هلکانو له لېسې، د لمر له ښوونیز مرکز او یو شمېر نورو ښوونیزو کورسونو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه. او د څلورم میاشتني ازموينې د ترسره کېدو په اړه يې اړوندو مسوولينو ته معلومات ورکړل.
د لغمان ولایت د الینګار والسوالۍ د پوهنې د څارنې آمریت غړو د شهید عبدالوهاب او د الینګار د راجايي ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د اخیستو په اړه یې د یادو ښوونځیو له مدیرانو سره خبرې وکړې.

د لغمان ولایت د الیشنګ والسوالۍ د پوهنې د څارنې دوه غړو ارشاد الله سادات او محمد ظریف ملیزاده د راتلونکو څلورو نیمو میاشتنیو د ازموینو د بهیر د لارښوونې په موخه د دې والسوالۍ د اسلام اباد د نجونو ښوونځي له مدیرانو سره وکتل. او د دغه ښوونځي ځینې اداري او تدریسي اسنادونه هم وڅېړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

BACK TO NEWS