د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د کندهار او زابل ولایتونو له جهادي مدارسو او دارالحفاظونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل هیئت د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي حکم او د پوهنې وزارت د مقام د سپارښتنې په اساس، د کندهار او زابل ولایتونو له جهادي مدارسو او دارالحفاظونو څخه لیدنه وکړه .
په دې لیدنه کې محترم معین صاحب د یادو تعلیمي مراکزو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
معین صاحب د یادو تعلیمي مراکزو له مسئولینو او استادانو سره په لیدنه کې د دوی علمي خدمات وستایل او زده کوونکي یې وهڅول ترڅو خپلو زده کړو او مسئولیتونو ته متوجه واوسي.
تر غونډې وروسته معین صاحب د جهادي مدارسو او دارالایتامونو د تدریسي او اداري چارو، د زدکوونکو د علمي سویې، د مدرسې د چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنې وکړې.
