له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۲:۴۱
خبرهای مختصر از ریاست های معارف  مرکز و ولایت های کشور

کندهار:
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخا‌‌‌ءالله سعید د کندهار ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې د زده کوونکو د اخلاقي ښېګڼو او د ښې روزنې په برخه کې یې د دغې لېسې د مسوولینو له هڅو څخه مننه وکړه.
نوموړي د يادې مدرسې د مالي او اداري اسنادو د کتلو پر مهال د ښوونځي د چاپېريال د پاکوالي، د زده کوونکو د خوراکي توکو، روغتيا، امنیت او د زده کوونکو د صورت او سیرت په اړه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
کندز:
د کندز ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیز څارنې غړو د دغه ولایت د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو له اداري چارو او د ازموینې له بهیر څخه کتنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه یې مسوولینو ته یو لړ لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د شکردرې ولسوالۍ د قلعه مرادبیک لیسې او د دغه ولایت د ګلدرې ولسوالۍ د سید عبدالباقي او د دشت معارف لېسو ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازموینو نظم یې مثبت و ارزاوه نوموړي د دغو لېسو د ښوونکو د خدمتونو او د زده کوونکو علمې سویې د لوړولو او د نظم او دسپلين د برابرولو له امله مننه وکړه.
کابل:
د کابل ولایت کلکان ولسوالۍ د کثیر الرشتوي انسټیټیوټ د ۲۳ تنو فارغینو د فراغت په مناسبت یوه لویه غونډه جوړه شوې وه چې د پوهنې مسوولینو، دیني عالمانو او د خلکو استازو پکې ګډون کړی وو.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر محبوب الرحمن رحماني فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال له دوی وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، څو په راتلونکي کې د ولس او هېواد لپاره د ښو خدمتونو جوګه شي.
کابل:
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شکرالله حیدر له خپل ټیم سره د تنګي سیدان لېسې د کلنۍ ازموینو د لیدو پر مهال د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له مسوولینو او قومي مشرانو سره وکتل او د پوهنې د ښه والي په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ د پوهنې ریاست مسوولینو د دې ولسوالۍ د جهادي مدرسې له تدریسي بهیر او د دې ولسوالۍ د جنت ګل ښوونځي د کلنۍ ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS