له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۴:۱۱
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

فراه:
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره ملګري پلاوي فراه ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له جهادي مدارسو، یتیم خانو او یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
 د کیفیت د تضمین معین د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي او د نوي نسل لپاره د دیني او عصري علومو د کیفیت په برخه کې تر خپله وسه کار وکړي.
نوموړي وویل، چې له اداري فسادي سره مبارزه، د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول او په دې برخه کې په رښتنې ډول کار کول د ټولو دنده ده.
لوګر:
د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې رئیس مولوي عبدالحی حازم او ورسره ملګري پلاوي په یوه کاري سفر د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ته ولاړ او د دغه ریاست د پوهنې له مسوولینو او کارکوونکو سره یې وکتل.
 نوموړي په اصلاحي او اسلامي لارښوونو سره د لوګر د پوهنې ریاست له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې ټولې کړنې، وینا او خپل چلند له اسلامي احکامو او شریعت سره سم کړي.
خوست:
د خوست د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي خیرګل خیرخواه او د خوست ولایت د پوهنې ریاست د څارنې آمر مولوي حفیظ الرحمن د دغه ریاست د انجینري ټیم سره د دغه ولایت د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې د چارو له پرمختګ څخه څارنه وکړه. او له اړوندو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د ځینو کاري نیمګړتیاوو له مخې دې خپل کارونه مخي ته یوسي.

کندز:
په کندز ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي: دوی په دغه ولایت کې د یونیسف د دفتر په مرسته د پوهاوي د کچې د لوړولو او د ښوونځیو د شورا د غړو د ظرفیت لوړولو درې ورځنی پروګرام په لاره اچولی چې موخه یې خپلو ټولنیزو نزاکتونو ته پاملرنه، خپل خویونه او بد عاتونه له منځه وړل، په ټولنه کې پاکوالي ته پاملرنه کول، له تاوتریخوالي څخه کار نه اخیستل او نور موضوعات شامل دي.
کندهار:
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې د څارنې آمر مولوي محمد خان طيب له يوه پلاوي سره د حاجي جمال کرز لېسې ته ولاړ، چې د دغه لېسې ټولې اداري او تدريسي چارې یې وڅېړلې او د اداري نيمګړتياوو په اړه يې مسوولينو ته لارښوونه وکړه. او د نیمګړتیاو په برخه یې ورسره د مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS