د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین په مشرۍ هیئت د غزني ولایت د اړوندو ولسوالیو له مدارسوڅخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۱۹
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین په مشرۍ هیئت د غزني ولایت د اړوندو ولسوالیو له مدارسوڅخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ هیئت چې په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي  عبدالقدوس قدوسي، د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد رحیم ایوب او د زده کوونکو د چارو رئیس استاد حبیب الله خالد شامل دي، د پوهنې وزارت د مقام له لارښوونې سره سم د غزني ولایت له مدارسو او دارالحفاظونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د  رشیدانو، خواجه عمري، خوګیاڼو، واغظ، اندړ، ګیرو، قره باغ، آب بند او مقر ولسوالیو له دیني مدارسو او دارالحفاظونو څخه لیدنه وکړه. د یادو مدارسو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره یې له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل، له هغوی سره یې خپلې اړینې سپارښتنې شریکې کړي. د یادو مدارسو بشپړه احصایه یې را غونډه او له هرې مدرسې سره یې مالي مرسته وکړه ترڅو ورڅخه د اعاشې، اباتې او ترمیماتو په برخه کې استفاده وشي.
د یاد هیئت مشر شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل د مدارسو له مسئولینو سره د لیدنې په مهال د هغوی ښوونیز او روزنیز خدمتونه وستایل او یادونه یې وکړه چې د پوهنې وزارت د هیواد د ټولو تعلیمي مراکزو په تیره بیا مدارسو او دارالحفاظونو تمویل او پالنې ته ژمن دی او هڅه کوي چې له یادو تعلیمي مراکزو سره خپلې مادي او معنوي مرستې دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS