د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست د علمي تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه
د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست د رئيس مفتي عزت الله نوري په مشرۍ د یاد ریاست د علمي تخنيکي کمېټې ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د لومړۍ ژبې له ( ۱ـ ۱۲) ټولګي پورې په مفرداتو، همداراز د نورو څانګو په لاسته راوړنو باندې علمي او تخصصي بحثونه وشول او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول، همدارنګه علمي تخنیکي کمېټې ته لارښوونه وشوه چې د نورو څانګو په اړه هم ورته پرزنټېشنونه جوړ او په اړه یې علمي، تخصصي او تخنیکي بحثونه وشي او پایله یې له اړوندو برخو سره شریکه شي.
