د سرپل د پوهنې ریاست د کارکوونکو لپاره د دیني زده کړو پروګرام پیل شو
په هغه مراسمو کې چې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د دیني مسایلو د پوهاوي په موخه جوړ شوي وو، د دغه ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد رحماني او د اړوندو ادارو یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و.
غونډه د سپېڅلي کلام د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د سرپل د پوهنې ريس مولوي محمد رحماني د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو عملي کول یې په ټولنه کې ګټور وباله او خلکو ته یې وویل، چې باید اسلامي احکام پر ځان عملي کړي . .
د دغه ریاست د عمومي زده کړو آمر هدایت الرحمن صداقت، چې د پلاوي په ترکیب کې یې حضور درلود، د یاد پروګرام په اړه یې خبرې وکړې، د دیني او شرعي احکامو زده کړه یې د پوهنې د کارکوونکو لپاره اړینه وبلله. او زیاته یې کړه چې: دا پروګرام به په اوونۍ کې یو ځل ترسره کیږي.
د يادونې وړ ده، چې: د سرپل ولايت د پوهنې ريس مولوي محمد رحماني او د دې رياست د عمومي زده کړو آمر هدايت الرحمن د پوهنې وزارت د لارښوونې او بلنې رياست له خوا د خپلو رسمي دندو تر څنګ په دې ولایت کې د مبلغ امام او د شکایتونو اوریدلو د مسوول په توګه غوره شوي دي.
