د غزني ولایت د پوهنې ریاست مرستیال د ناروې موسسې له ساحوي مسوول سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۰:۵۴
دیدار معاون تعلیم و تربیه معارف ولایت غزنی با مسئول ساحوی موسسه ناروی

 د غزني ولایت د پوهنې ریاست مرستیال مولوي سید میر نصیر احمد آغا په خپل دفتر کې د ناروې موسسې د ولایتي پروګرامونو له ریس میرولي رووفي سره وکتل.
په پیل کې د ناروې د دفتر مسوول په یاد ولایت کې د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په غزني ولایت کې یې د خپلو راتلونکو ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړل.
ورپسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مرستیال پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ناروي موسسې له لوري د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه یادونه وکړه او د غزني ولایت د پوهنې په برخه کې یې د یادې ادارې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې د دې ریاست اړتیاوې شریکې کړې او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې ریاست به د دوی د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې له هر راز مرستو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS