د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس په مشرۍ پلاوي د بلخ ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوی زده کړو د رئیس مولوي محمداسحق حقیقي په مشرۍ پلاوي د هیواد بیلابیلو ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د بلخ ولایت د تعلیمي بهیر د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي د خپل سفر په پیل کې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل او د یاد ریاست له نورو مسئولینو سره ولیدل. مولوي محمد اسحق حقیقي په یاده لیدنه کې بلخ ولایت ته د خپل سفر موخې تشریح او د پوهنې ریاست د مسئولینو له تاوده استقبال څخه یې مننه وکړه.
د بلخ د پوهنې رئیس راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه، د تعلیمي چارو اررزونه او څارنه یې یو اړین کار وباله او په یاده پروسه کې یې له راغلي هیئت سره د بشپړې همکاري ژمنه وکړه.
