د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ پلاوي له سمنګان ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۳:۵۱
۱۲۲

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس شیخ مولوی عبدالحی (حازم) په مشرۍ یو ۵ کسیز پلاوي د ولایتی سفرونو په لړ کې د هیواد د سړو سیمو ( بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ) ولایتونو ته د سفرونو  په لړ کې د څارنې او کتنې په موخه د سمنګان ولایت ته سفر وکړ ترڅو خپل پروګرامونه او مسئولیتونه (د امام مبلغ پېژنده، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتو اورېدنه) ترسره کړي.
د دعوت او ارشاد رئیس او مل پلاوي سمنګان ولایت ته له رسېدو سره سم د پوهنې له رئیس سره ناسته ترسره او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې. په ۳۰/۰۳/۱۴۴۴ هــ.ق نېټه یې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې د رئیس په ګډون د ایبک ښار د پوهنې آمر، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د نظارت غړیو، د ښوونځیو ذکور او اناث آمرینو او د پوهنې ریاست نورو کار کوونکو سره خپل کاري پروګرام شریک کړ. د غونډې په پیل کې د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصرت الله فیضاني یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علم د فضیلت، شرعي امورو او شرعي حجاب په اړه یې ارزښتناکې خبرې وکړې. ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس شیخ مولوي عبدالحی (حازم) د یاد ریاست د مسئولیتونو او دندو په هکله هر اړخیزې خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې او د غونډې له ګډون والو سره یې د خپل سفر موخې په لاندې ډول شریکې کړې:
۱ – د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي نصاب او قرآن کریم د ژباړې په اړه لازمې سپارښتنې کول.
۲ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۳ – د شرعي امورو څارنه او کتنه.
۴ – د امام مبلغ پیژندنه.
۵ – د اداري چارو څارنه او کتنه.
۶ – د ستونزو او شکایتو اورېدنه.
د پورتنیو موخو د شریکولو تر څنګ نوموړي زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید دتقوا، ژمنتیا، تخصص او وړتیا په بنسټ ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي، ټول کارکوونکي باید خپلو دندو  ته پابند او ملتزم وي، لمونځ په جماعت سره اداء کړي، ښځینه کار کوونکي او مراجعین باید شرعي حجاب مراعات کړي، د ولایت امام مبلغ باید هره ورځ د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ژباړه تدریس کړي، په ټولو اداراتو کې له رشوت، اختلاس او د نوروغیر شرعي چارو له ارتکاب څخه ډډه وشي او د بیت المال له اجناسو او شتمنیو سره زیات احتیاط وشي.
پلاوي د ستونزو او شکایاتو د اورېدنې او اداري چارو دکتنې په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست، د پوهنې ښاري آمریت، د څارنې او ارزونې آمریت او د ښار له یو شمېر ښوونځیو څخه هم لیدنه ترسره او د یادو اداراتو د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې او شکایات یې واورېدل، چې په دې لړ کې یوه د یادولو وړ ستونزه د (کارته خراسان د اناثو د ښوونځي) د درسي ټولګیو د کموالی ستونزه وه، چې یاده ستونزه د پوهنې ریاست له مسئولینو سره شریکه شوه او هغوی یې د حل ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، کار کوونکو او د غونډې ګډون والو د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له پروګرام او سپارښتنو څخه خوښي څرګنده  او د یادو سپارښتنو د تعمیل ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS