د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت د نظارت او ارزیابي ریاست د فعالیتونو راپور واورېد

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۲:۳۱
۱۲۳

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د نظارت او ارزیابي ریاست د فعالیتونو راپور واورېد.
هغه غونډه چې په همدې مناسبت د تضمین کیفیت معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت د تضمین کیفیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د وزارت ځینو مرکزي رئیسانو، د مرکزي ریاستونو استازو او د نظارت او ارزیابي ریاست مسلکي کارمندانو او متخصصینو پکې ګډون درلود.
په یاده غونډه کې لومړی د پروجکټور په وسیله هیواد د څلور دېرشو ولایاتو د نظارت او ارزیابي تفصیلي راپور د مجلس ګډون والو ته وړاندې شو او وروسته د ولایاتو په تعلیمي بهیر کې د موجودو ستونزو لکه تقاعد ته د کاندیدو کارمندانو او ښوونکو عدم تقاعد، د ښوونکو له لوري په خپلو اړوندو تخصصي مضامینو کې عدم تدریس، په تشکیلاتو کې عدم توازن، له پوهنې وزارت سره د هوکړه لیکونو له لاسلیک کولو پرته د ځینو کورنیو او بهرنیو خیریه مؤسساتو او بنسټونو فعالیتونه او د یادو ستونزو د حل لارو په هکله تفصیلي بحثونه وشول.
په یاده غونډه کې د پوهنې سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او د تضمین کیفیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ویناوې وکړې. نوموړیو په خپله ویناوو کې د نظارت او ارزیابي ریاست د مسئولینو او کارمندانو هلې ځلې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې له اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو سره په هم غږي کې به یادو ستونزو ته د حل مناسبې او معقولې لارې لټوي او په دې برخه کې به پوره هڅه او هاند کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS