د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول دپوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۹:۳۶
د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول دپوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول ښاغلي محمدایویا(Muhammad Ayoya) او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت له نوي سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د پوهنې سرپرست وزیر لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې یونسیف کلونه کلونه د افغانستان په تعلیمي ډګر کې زیات خدمتونه سرته رسولي دي چې دمننې او ستاینې وړ دي. 
دنوموړي په وینا، ټول نړیوال جهتونه او خیریه بنسټونه چې د افغانستان له تعلیمي نظام سره مرسته کوي مونږ یې مننه کوو او د هغوی د خدماتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروو.
وروسته د یونسیف مسئول محمدایویا خبرې وکړې او دخپلو خبرو په ترڅ کې یې په افغانستان کې خپلو ترسره شویو فعالیتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې له وزارت سره د یونسیف ملګرتیا به تل پاتې او همېشنۍ وي  او هم به نړیوال تمویل کوونکي جهتونه دې ته هڅوي ترڅو د افغانستان د تعلیمي نظام ملاتړ  وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS