د  پوهنې  وزارت  د مرکزي  رئیسانو  اونیز  اداري  مجلس  دایر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۹:۴
د  پوهنې  وزارت  د مرکزي  رئیسانو  اونیز  اداري  مجلس  دایر شو

د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د سرپرست  وزیر شیخ  مولوي  نورالله  منیر صاحب  په مشري  دایر شو.
یاد مجلس چې د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، د پوهنې وزارت اړوند د نظارت د غړو لپاره د حق الزحمې د اجراء لپاره د یوې طرحې د جوړولو، د هیواد په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت د پوره کولو لپاره د عاجلو او اغیزناکو لارو چارو د لټولو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مراکزو  ته د دولتي ارګانونو اړوند وسلوالو او غیر وسلوالو کسانو د ننوتلو د مخنیوي د لارو چارو او ځینو نورو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه وشول او د هرې موضوع لپاره ځانګړي هیئتونه وټاکل شول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS