د میدان وردګ ولایت مرکزي مدرسه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده صاحب له لوري د میدان وردګ ولایت مرکزي مدرسه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د یادې مدرسې د غونډو په تالار کې جوړ شوي،پکې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین او ځينو نورو ولایتي چارواکو ویناوې وکړې او د یادې مدرسې د تاسیس په اهدافو او اهمیت یې رڼا واچوله.
د اسلامي تعلیماتو معین په خپله وینا کې یادونه وکړه، چې ددې ډول علمي مراکزو پرانیستل د پوهنې وزارت په لومړیتوبونو کې دي او زیاته یې کړه، چې یاده مدرسه به هیودوالو ته ددیني زده کړو په ډګر کې معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کوي. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
