د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست او د خراسان پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
یاده غونډه د پوهنې ریاست مقام دفتر کې د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، چی د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت(حقاني) او خراسان پوهنتون رئیس احمد طارق کمال ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو.
ورپسي د خراسان پوهنتون رئیس دوکتور احمد طارق (کمال) تفصیلي معلومات ورکړل چې په راتلونکې ۱۴۰۱هـش کال د پسرلي سمستر کانکور لپاره هغه نارینه او ښځینه چې د ننګرهار پوهنې ریاست لخوا یاد پوهنتون ته معرفي کیږې د یوې ټاکلې سلنې په اندازه د دواړو لورو لخوا پرې توافق شوی وي محصلینو ته تحفیف ورکوي.
نارینه زده کړیالانو ته په انجېنري،ژورنالیزم،انګلیسې ادبیاتو او حقوق پوهنځیو کې ۵۰ سلنه او په اقتصاد، کمپیوټر ساینس پوهنځیو کې ۳۰ سلنه تخفیف د ټولې لېسانس دورې لپاره ورکوي.
ښځینه زده کړیالانو ته په ټولو پوهنځیو کې ۷۰ سلنه تخفیف د ټولې لېسانس دورې لپاره ورکوي.
او همدارنګه د خراسان پوهنتون له لورې د پوهنې ریاست سره په همغږۍ به په لیرې پرتو ولسوالیو ښوونځیو سره د امکان تر حده د تدریسي موادو مرسته کوي،
بیا د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت (حقاني)خبرې وکړې د ښه راغلاست تر څنګ یې د کمال نه مننه وکړه چې د تعلیم او تربیې په برخه کې خپلو هیواد والو سره مرسته کوي او د عالي تحصیلاتو په برخه کې یې په خصوصي سکتور پانګونه کړې.
