بدخشان کې یوه ښوونځي سره ۱۰۰ پایې میزونه او څوکۍ مرسته شوې
د پوهنې وزارت، بدخشان: د ۱۷۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ د سلطان بایزید بسطامي لومړني ښوونځي ته د یادې ولسوالۍ د معارف پروره خلکو لخوا ۱۰۰ پایې میزونه او څوکۍ مرسته شوې.
د بدخشان د پوهنې ریاست مشر تابه د سیمې له خلکو مننه وکړه، چې تل مدام د ښووني او روزنې په برخې سره مرستې کوي او د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر له پاملرنې او همغږۍ هم مننه وکړه، د بدخشان له معارف پروره خلکو څخه یې وغوښتل چې تل د پوهنې ریاست سره همکاري او ملاتړ وکړي.
