د لوګر ولایت د هلکانو په یوه ښوونځي کې نیالګي ولګول شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۷:۲
د لوګر ولایت د هلکانو په یوه ښوونځي کې نیالګي ولګول شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د څلوزیو کلي، د څلوزیو د هلکانو ښوونځي په انګړ کې یو شمېر نیالګي ولګول شول.

دا نیالګي د څلوزیو سیمې ځینو دیني عالمانو، قومي مشرانو، د زده کوونکو د کورنیو غړو او د ښوونځي ادارې په ګډه لګولي دي.

یاد نیالګي د ښوونځي په انګړ کې، شاوخوا یوه جریب ځمکه کې لګول شوي دي چې په لګول شویو نیالګيو کې ځینې يې میوه لروونکي دي او ځینې نور یې بیا ښکلایيز دي.

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د څلوزیو کلي د اوسېدونکو یاد کار ستایي او د نورو سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د خپلو سیمو په ښوونځیو کې نیالګي ولګوي.

د یادونې وړده، چې د لوګر اوسېدونکو په تېرو کلونو کې هم د خپلو سیمو په ښوونځیو کې میوه لرونکي او ښکلاییز نیالګي لګولي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د ليريو پرتو سيمو ښوونځیو ته پاملرنه د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه دى

پوهنې وزارت، قندهار: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې دا ځل د دې ولايت له ښوونځيو ليدنه وکړه.

په دې ليدنو کې چې د قندهار پوهنې رئيس ښاغلي محب الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۸ - ۹:۱۱
Background image

پیام سرپرست وزیر معارف

به نماینده‌گی از وزارت معارف افغانستان، بهترین تبریکات خود و رهبری این وزارت را به مناسبت هشتم ثور، به پیشگاه ملت مجاهدپرور افغانستان عرض میدارم.

پیروزی انقلاب اسلامی در هشتم ثور سال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د هوفیان شریف د خلکو شورا له يوه ښوونځي سره مرسته وکړه

پوهنې وزارت، پروان: د پروان ولایت چاریکار ښار اړوند د نجونو او هلکانو د ښوونځیو مسوولینو او زده کوونکو سره د هوفیان شریف د خلکو شورا لخوا د یو میلیون افغانیو په ارزښت مرستې وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS