په خوست کې د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۷
په خوست کې د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت، خوست :د خوست ولایت مرکز پورې اړوند د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پټان، د ولایتي شورا استازي قمرعلي لکڼوال، د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان، د بېلابېلو ادارو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو له لوري پرانیستل شوه.

د خوست مرستیال والي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دا ودانۍ په دریو پوړونو کې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د هندوستان هیواد په مالي ملاتړ جوړه شوې.

ښاغلي پټان زیاته کړه ، ولایتي ادارې ته د پوهنې بهیر لومړیتوب لري او په نوي کال کې به هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي، چې دا مهال یې زده کوونکي سرپناه نه لري.

همدارنګه د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې وویل: یاده ودانۍ ۱۷ ټولګي، ۶۸۸ متره د احاطې دیوال، ۵ غرفې تشنابونه، د اوبو ژوره څاه، ۲۲۰ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې اړوندې ښونیزې آسانتیاوې لري، چې د یادې ودانۍ په جوړیدو سره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو.

همدا شان په یاده غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو ویناوې وکړې او د یاد ښوونځي په پرانیستو یې خوښي څرګنده کړه او دا یې د خوست او په ځانګړي ډول د لکڼو لپاره لویه پروژه وګڼله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د ليريو پرتو سيمو ښوونځیو ته پاملرنه د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه دى

پوهنې وزارت، قندهار: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې دا ځل د دې ولايت له ښوونځيو ليدنه وکړه.

په دې ليدنو کې چې د قندهار پوهنې رئيس ښاغلي محب الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۸ - ۹:۱۱
Background image

پیام سرپرست وزیر معارف

به نماینده‌گی از وزارت معارف افغانستان، بهترین تبریکات خود و رهبری این وزارت را به مناسبت هشتم ثور، به پیشگاه ملت مجاهدپرور افغانستان عرض میدارم.

پیروزی انقلاب اسلامی در هشتم ثور سال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د هوفیان شریف د خلکو شورا له يوه ښوونځي سره مرسته وکړه

پوهنې وزارت، پروان: د پروان ولایت چاریکار ښار اړوند د نجونو او هلکانو د ښوونځیو مسوولینو او زده کوونکو سره د هوفیان شریف د خلکو شورا لخوا د یو میلیون افغانیو په ارزښت مرستې وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS