د ښځو د نړیوالۍ ورځې لمانځنه او د سواد زده کړې د زده کوونکو، د لاسي صنایعو یو ورځني نندارتون پرانیسته

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۳:۱۴
د ښځو د نړیوالۍ ورځې لمانځنه او د سواد زده کړې د زده کوونکو، د لاسي صنایعو یو ورځني نندارتون پرانیسته

د پوهنې وزارت، کابل : د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د ښوونې او روزنې معینیت د سواد زده کړې په ریاست کې ولمانځل شوه.

په دغې غونډې کې د ښوونې او روزنې معین عطالله واحدیار، د ملي بسیج او بررسي رئیس محمد یاسین صمیم، د سواد زده کړې د ریاست سرپرستې میرمن عارفې نوري، د اساسي او ثانوي تعلیماتو رئیسې میرمن نورزۍ او د سواد زده کړې د ریاست ځینو نورو ښځینه وو کارکوونکو ګډون درلود چې د یاد ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د دې غونډې په څنډه کې د لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون چې د سواد زده کړې ریاست، انافي موسسې اود افغانو میرمنو لپاره د کاناد د ښځو موسسې، لخوا په ګډه جوړ شوی و، د ډاکټرعطالله واحدیار، میرمن نورزۍ، عارفه نوري او محمد یاسین صمیم لخوا پرانیستل شو.

د ښوونې او روزنې معین عطاالله واحدیار د ښځو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترځنګ زیاته کړه: زه د ښځو په ګټور نقش باور لرم چې دوی یې په بشري ټولنه کې لوبوي او میرمنې باید د همدې ټولنیز ګټور نقش پر اساس وڅیړلې شي، نوموړي زیاته کړه زموږ په ټولنې کې میرمنو تل د نارینه وو په پرتله د ټولنې او هیواد په آبادې کې مهم او بنسټیز رول لوبولی، همداراز هغه وویل په اسلام کې د ښځو او نارینه وو ځای او حقوق څرګند دي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د دواړو حقوق له غربي فرهنګ څخه په ښکاره توپیر سره ذکر شوي دي.

وروسته د ملي بسیج او بررسي رئیس محمد یاسین صمیم د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه ، د دې ورځې په تاریخچه یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په ټولنه کې د ښځو د نقش د څیړلو په وخت کې باید ټولنیز او پرمختیایي اړخونه د ټولنې په ټولو برخو کې په پام کې ونیول شي چې په دې برخه کې د سواد زده کړه یو مهم اړخ دی.

د غونډې په پای کې ډاکټر عطاالله واحدیار، عارفې نوري، محمد یاسین صمیم او میرمن نورزۍ لخوا ځینې ډالۍ او ستاینلیکونه د یاد ریاست ښځینه وو کارکوونکو ته وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکي د کاري وړتياوو لوړونې له سیمیناره برخمن شول 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د «اغېزمن تعلیمي مدیریت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د یاد ریاست په مقام کې جوړ کړ.
په دغه سیمینار کې د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

BACK TO NEWS