د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۶
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

پوهنې وزارت، دایکنډي: دایکنډي ولایت کې د پوهنې ریاست له لوري په یاد ریاست کې د ښځو نړیواله ورځ، د یاد ریاست د ښځینه وو کارکوونکو په ګډون سره ولمانځل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس رحمت الله سیرت وویل: د ښځو نړیواله ورځ دې ټولو ښځو ته او بیا په ځانګړي ډول هغو ښځو ته مبارک وي چې د پوهنې په برخې کې کار کوي، نوموړي زیاته کړه، هغه ښځې چې د دې ولایت د پوهنې په برخه کې کار کوي ډیرې رښتینې میرمنې دي او خپلې دندې هم په پوره رښتینولۍ سره سرته رسوي.

ښاغلي سیرت زیاته کړه، موږ هڅه کوو له پوهنې سره، د همکارو موسسو په مرسته په دې ولایت کې د ښځو د وړتیا لوړونې لپاره زمینه برابره کړو.

په دغې غونډې کې میرمن شریفې اکبري د ښځینه وو کارکوونو په استازیتوب وویل: د دایکنډي ولایت د پوهنې رئیس تل د ښځینه وو کارکوونکو ملاتړ پاتې شوی، د نوموړي له ملاتړ نه په مننې سره، آغلې زیاته کړه چې د دایکنډي ولایت ښوونځي او د یاد ولایت د پوهنې ریاست د ښځینه وو کارکوونکو لپاره یو مناسب چاپیریال دی چې میرمنې په کې له هر ډول خونديتوب او درناوي څخه برخمنې دي.

د غونډې په پای کې ښځینه وو کارکوونکو ته د هغوی د هلو ځلو د ستایلو په پار ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

يو ميليون او ۱۲۵ زره ماشومان به غوره زده کړو ته لاسرسى ومومي.

۱ـ د هغه کلني پلان پر بنسټ چې د پوهنې وزارت او يونيسف موسسې ترمينځ جوړ شوى، په ۲۰۲۱ کال کې يو ميليون او ۱۲۵ زره ماشومان، چې ۶۰ سلنه يې نجونې دي، زده کړو ته د لاسرسۍ آسانتياوې برابريږي.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۶:۸
Background image

د غور پوهنې ریاست کې د بودجې جوړونې په تړاو ناسته تر سره شوه

پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت پوهنې ریاست د بودجې جوړونې غونډه د دغه ولایت د ۱۱ اداري واحدونو په کچه د یاد ولایت د پوهنې ریاست سر پرست ، د برنامو امرانو ، د ولسوالیو د پوهنې امرانو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۵:۵۴
Background image

میدان وردګو ولایت کې د حسن قرائت سیالۍ تر سره شوه

پوهنې وزارت، میدان وردګ : د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له لوري د روژي مبارکې میاشتې په ویاړ د ښوونځیو زده کوونکو ترمینځ د حسن قرائت سیالۍ تر شوه.

د میدان وردګو ولایت پوهنې رئيس. . .

BACK TO NEWS