ډایکنډي ولایت کې د وړتیا لوړونې لس ورځنى ورکشاپ پای ته ورسید
پوهنې وزارت، ډایکنډي: د ډایکنډي ولایت پوهنې ریاست آمرینو او د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې لس ورځنی ورکشاپ د ستاینلیکونو په ویشلو سره پای ته ورسید.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د نظارت او ارزونې څانګې د میتو دو لوژي آمر ډاکټر محمد احساني او د تعلیمي نظارت د کار کوونکو په استازیتوب عباس مظفري خبرې وکړې، دا ښوونیز ورکشاپ یې د ښوونې او روزنې سکتور د بدلون او ودې لپاره خورا ګټوره وباله او د ورکشاپ له استادانو یې مننه وکړه.
وروسته د ډایکنډي د پوهنې رئیس رحمت الله سیرت د یونیسف موسسې له همکارۍ مننه وکړه او د ورکشاپ ګډونوالو ته یې وویل:هغه څه مو چې له دې ښوونیز ورکشاپ څخه کې زده کړي، په ښوونځیو کې یې پلي کړئ.
همداراز ډایکنډي کې د یونیسف موسسې مشر محمد جواد افضلي وویل: هیله مو ده چې له دې فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي. ترڅو موږ خپلو موخو ته چې د پوهنې د کیفیت ښه والی دی، ورسیږو.
هېره دې نه وي، چې په دې لس ورځني ورکشاپ کې د ډایکنډي ولایت له ټولو ولسوالیو څخه ۸۰ تنو آمرینو او د نظارت غړو ګډون درلود.