په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې فعالیتونه
لغمان:
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د مخزن العلوم د دارالعلوم ۷۱ زده کوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې جامې او لنګۍ ورکړل شول.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د مولوي نقيب الله له يادو سوغاتونو څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې خلک د علم او پوهې زده کړو ته وهڅول.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د حصه دوهم ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عزیزالرحمن رحماني او د دغه ولایت د پوهنې ښاري آمر مولوي حمیدالله حقاني د خپلو اړوندو نارینه وو او ښځینه وو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د زده کوونکو د ارزونې پر مهال يې د يادو سيمو د ښوونځيو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
له همدې ولایت څخه یو بل خبر کې راغلي، چې د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست مرستیال خان آغا هارون د عبدالله بن مسعود له دارالحفاظ او د ژرف اندیشان خصوصي ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال د دغو ښوونیزو بنسټونو زده کوونکي وهڅول چې زده کړې وکړي. چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې د صداقت او ایماندارۍ اصل په پام کې ونیسي.
خوست:
د خوست ولایت د تعلیمي کمېټې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې د دې ولايت چارواکي، د پوهنې او نورو رياستونو مسوولينو هم برخه اخيستې وه، په ټولنه کې د سواد زده کړې پر ارزښت خبرې وشوې او د دې ولايت د پوهنې مسوولينو له نورو دولتي ادارو او ولسونو څخه وغوښتل، چې د خوست د پوهنې په پرمختګ ورسره مرستي وکړي.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په ګډون د اتو ریاستونو میاشتنۍ حساب ورکونې غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوه.
میدان وردک:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د ظرفيت لوړونې معینیت د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ميدان وردګو او لوګر ولايتونو له خصوصي مدرسو سره نغدي مرسته وکړه.
د نغدي مرستو موخه د خصوصي مدرسو د اړتياوو پوره کول دي، چې د مسوولينو په وينا، دغه لړۍ دوامداره ده.
پنجشیر:
دپنجشير ولايت عنابه ولسوالۍ د پوهنې د څارنې دکميسيون غړو ددغې ولسوالۍ د زمانکور منځني ښوونځي څخه څارنه وکړه، ددغې ليسې مسوولينو ته يې لارښوونې وکړې او زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول .
